FANDOM


زه به څه کوم جانانه چې ته لاړ شې بیا رانه شې
زړه به تا غواړي له ما نه چې ته لاړ شې بیا رانه شې

ژوند به ټول تیاره ، تیاره شي ستا د مخ رڼا که نه وي
زه به ورک شم له خپل ځانه چې ته لاړ شې بیا رانه شې

د بیلتون هره شیبه خو ډیره سخته او ترخه ده
 ژوند به څه کړم بې له تا نه چې ته لاړ شې بیا رانه شې

نخښې ستا به ورته وایم په ژړا به دې نوم اخلم
ستا پوښتنه به کړم چا نه چې ته لاړ شې بیا رانه شې

دا ودانه دنیاګۍ به ما ته ورانه ، ورانه ورانه ښکاري
د(مالک) په مینې ګرانه چې ته لاړ شې بیا رانه شې