FANDOM


يار راسره لاس اوګرېوان شی رانه کلی بيل کړی
داخپل نصيب راسره وران شی رانه کلی بيل کړی

زه په خوارو دګل تر شونډو شونډی ورسوم
خفه دګل غوندی جانان شی رانه کلی بيل کړی

شيخ په تسفو زه خدای په زړه او په سجدو يادوم
زه شم کافر دامسلمان شی رانه کلی بيل کړی

يار چی ماشوم وي دهندوانو غوندي مينه کوی
چی کله لوی شی نو افغان شی رانه کلی بيل کړی

يو ښکلی راشی زمونږ ړنګ کلی کی شپی تيروی
په ما تړون چی کله ګران شی رانه کلی بيل کړی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki