FANDOM


سا راښکل بل څه ته وايي، زړه راښکون بېله مانا ده

زموږ کلي کې چې اوسي، د ژوندون بېله مانا ده

په رقيب دې نظر لگي، دومره پته راته شوې

ستا د سترگو کرونده کې د للون بېله مانا ده

د انسان حيثيث داسې، لکه څنگه وخت ته گوره

سبا نه دى لا راغلى، د پرون بېله مانا ده

په يوه ننگرهار اوسي، څومره بېل بېل منزلونه

"پاچايي"(1) خبرې نورې او د "يون"(2) بېله مانا ده

زه هم خپله ليلا غواړم، تل په شان د مجنون ژاړم

خلک ولې راته وايي د جنون بېله مانا ده

ډوب په ځان، ډوب په جهان کې، بېکسياره بېل بېل څيز دى

د جمنا بېله مانا ده، د جيحون بېله مانا ده.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki