کوم اغزي به وي ترې غوښتې ګل ته ژاړي غوټۍ ځکه
پټوي د خپلو پاڼو لوپټې کې خولګۍ ځکه
د بې قدرو په محفل کې خپلو اوښکو کې سوزېږي
نه ودرېږي د دې شمعې سوې سوې سلګۍ ځکه
اوسيلي مې چې سيلۍ شي راته بله ډيوه مړه کړي
پاس د بام په سر څارمه ښکلې سپينه سپوږمۍ ځکه
چې د پېغلې ورور جومات کې د يو ځوان د ژوند قاتل شو
ژر يې بدو کې بوډا ته پېغله ورکړه ابۍ ځکه
دا الزام بدرنګو ګوتو راته څيرې کړ جانانه
ستا کوڅه کې د ګرېوان مې پاتې شوې تڼۍ ځکه
د سرو وينو سمندر کې د بل چا په رضا درومي
يو ساحل ته مو زړه سوانده نه رسېږي بېړۍ ځکه
وېشنيزه:حبیب الله زړه سواند شینواری