Fandom

شعرونه

بې تعبيره خوبونه

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خدای دې خير کړي بيا بدرنګ خوبونه وينم

ډېر ترخه ترخه، د جنګ خوبونه وينم

شمعه ژاړي، زه يې اوښکې ښکلومه

هره شپه لکه پتنګ خوبونه وينم

خدايږو ډېر دي بوږنونکي ډارونکي

بل وطن کې څنګ په څنګ خوبونه وينم

خړو خاورو کې چې پرېوځم ستوري پوښتم

بيا به کله په پالنګ خوبونه وینم

په تعبير يې هېڅ پوه نشوم چې په زړه مې

د غمونو د غورځنګ خوبونه وينم

څه به کېږي د باړې شاعر مالکه؟

پښتونخوا کې رنګارنګ خوبونه وينم

په زارۍ درنه کوکۍ په خوب کې غواړم

ستا د حسن د قلنګ خوبونه وينم

دا خو تا په کې زړه سواند ګوري جانانه!

ځکه ژر ژر درنګ په درنګ خوبونه وينم

Also on Fandom

Random Wiki