FANDOM


د نمجنې سړې خونې تياره گوټ کې

تن يې لوڅ، گېډه يې وږې بوډۍ څوک ده؟

اوښکې څاڅي، ژمي يخ يې لړزوي تل

په ارمان دا د يوه کپ مړۍ څوک ده؟

ژڼی ځوی ناوې نږور تنکي لمسيان يې

شول ناتو په بم شهيد دا ابۍ څوک ده؟

د غزني د امپراتور د نغري اور او

د يما جگه شمله د نړۍ څوک ده؟

دا ناموس ده د غوري او د سوري

که د نازو زرغونې خور دا انۍڅوک ده؟

د بې ننگه او بې خدايه بچو له لاسه

سپېرو خاورو کې لړلې ککۍ څوک ده؟

ده افغانه، روڼ ماضي يې، نن تور تم کې

د خرڅ شوو په اور سوې ببۍ څوک ده؟

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki