Fandom

شعرونه

بې غوره ياره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بې غوره ياره!
رنګ ته مې ګوره يا کوه د خولی سوالونه
بې غوره ياره
رنګ ته مې ګوره چې زيړيږي
اوښکې مې اوري نه وچيګي
بې غوره ياره
بې غوره ياره
د شهيدانو يتيمان مې ژړوينه
څنګه دې زړه راته جګيږي
بې غوره ياره
فخر افغان مو نه ياديږي
بې غوره ياره
بې غوره ياره
ستاسو په غم کې جيلخانې جارو کوينه
که ته پښتون يې بسم الله کړه
بې غوره ياره
پاڅه د ننګ توره تر ملا کړه
بې غوره ياره
بې غوره ياره
چې پردی ښځې پيغورونه راکوينه
که ستا له لاسه پوره نه وي
بې غوره ياره
مور دې په تا هم بوره نه وي
بې غوره ياره
بې غوره ياره
ټيکرس مې واخله ماته هم غيرت راځينه
هومره به سترګې تورې نه کړم
بې غوره ياره
په ځان به عطر پورې نه کړم
بې غوره ياره
بې غوره ياره
د ملنګ جان ټپې مې خيال ته نه پريږدينه

Also on Fandom

Random Wiki