FANDOM


بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

شپه يم چې لمر نه رسي

بې تا په سر نه رسي

ته خوږ دلبر يې ځما

ځان او ځيګر يې ځما

نور البصر يې ځما

شمس او قمر يې ځما

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

ته ځما خواب و خور يې

ته ځما راحت بستر يې

ته ځما ويښ سحر يې

ځما سرتاج سرور يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

باغ حرم مې ته يې

زړه ته بېغم مې ته يې

داغ ته مرحم مې ته يې

محبوب صنم مې ته يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

که نه يې غم لرم

يو لوی ماتم لرم

سترګو کې نم لرم

دروغ چې صنم لرم

بې له هر چا په سر رسي

بې تا پسر نه رسي

ځما جنت ته يې

ځما محبت ته يې

ځما کرامت ته يې

ځما همت ته يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

دم او قدم مې ته يې

د خيال همدم مې ته يې

ښادي او غم مې ته يې

خوله کې هردم مې ته يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

سترګو ته نور شوې ته

زړه ته سرور شوې ته

روح په مرور شوې ته

ځان ته ضرور شوې ته

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

ځما شباب شولې

د عشق کتاب شولې

جهان ته تاب شولې

ماته عتاب شولې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

ته د ظلمت نښه يې

د عدالت نښه يې

ته د غفلت نښه يې

د عبادت نښه يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

ځما هر څه يې ته

هم بد هم ښه يې ته

اختيار کې نه يې ته

ځما په څه يې ته

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

ځما ثمر ته يې

آب کوثر ته يې

ژوند ته مې زر ته يې

کور ته مې لمر ته يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

وصل ته باغ ته يې

هجران کې داغ ته يې

روح ته فراغ ته يې

فکر او دماغ ته يې

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

شمس شه رڼا غواړم

خپله دنيا غواړم

تا غواړم تا غواړم

تاته سارا غواړم

بې له هر چا په سر رسي

بې تا په سر نه رسي

٦/١٠/١٣٦٦

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki