ويکي شعرونه
Advertisement

چې کیڼ او ښی مې پیژندلی ،

ما د ښکلو بندګي کړیده.

چې درې کوڅې ور اخوا،

چیرته ښکلو دي خندلي هسې

زه یم همدلته تخنیدلی ورته،

را پاریدلی ورته،

پېري نیولی ورته.

ګنې مزاج کې لکه نور نارینه

زه هم تریخ یم ،مرچکی یم پوره،

چیرې مې مچ پر پوزه نه دی پریښی،

خو د ښکلیو مخکې

د نازولیو مخکې

لکه د شنو لکه تنکیو لښتو

لکه اوبو په شانې

همیش منونکی پاتې شوی یمه.

عجیبه دا ده ، ښه مې یاد دي،

چې هورې دېره وم

ان په ښار کې د هټیو د هندارو شاته ،

د نانزکو راوتلیو اندامونو،

سینګار شویو څیرو،

په یو ځل نه ،

چې په وارونو او ځلونو باندې

زما په ذهن کې،

شیطانی وسوسې،

راپارولې والله

خو د لویدیځ دښاپیرو

او دحورو په شان ښکلو نجونو

سپینې پنډۍ او دا رواش ورنونه،

ښکلې مهینه خندا،

ګلورینه ادا،

بربنډ وجود

او بې جوړې حسنونه

لکه بې مالګې خواړه

ما پارولی نه شي

ما تخنولی نه شي

جنوری ۲۰۱۲

سیډني/ اسټرالیا

وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه ب

Advertisement