کله آخوند نه دروېزې غواړې
کله ښامار نه سرې لمبې غواړې
د بت شکن ځويه لږ شرم وکړه
د بت پرست نه مشورې غواړې
تاريخ وهليه لږ تاريخ ته ځير شه
تاريخي غلو نه غلې اسرې غواړې
ورانوې نيا نيکه ټاټوبی په څه
له خپل دښمن ولې خوږې غواړې
د وطن پاکه مور سرتوره کړه تا
د پلار شمله ټيټه خورې غواړې
د خور پوړنی خرڅوې په غليم
په مړونو ډکې هديرې غواړې
د پت، آبرو، ناموس لوټونکيه ومرې
د قام عزت خاورې ايرې غواړې
اګره / هند
د جون 25 . 1994
وېشنيزه:کبرا حبيب مظهري