Fandom

شعرونه

تا ته مې يو وخت د يوه زړګي خبره کړې وه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تا ته مې یو وخت د یوه زړګي خبره کړې وه

ښکاري چې هغه مې نو چټي خبره کړې وه



تا را ته د خاورې غوندې تور پیغور راکړی و

ما درته اوبو غوندې آبي خبره کړې وه



ښکلیه، دا خو نن نه و، چې زه دې تر ځان تېر کړمه

مونږ ته دې بیا څه وختې اصلي خبره کړې وه؟



څنګه تکه سره شوې، سره مڼه شوې، سره لمبه شولې

لا خو مې تر اوسه نیمایي خبره کړې وه



ما چې درته وېلې چې پلو له مخه لرې کړه

ها مې د وطن د ابادي خبره کړې وه



دا خو ضرورت و، چې ښایسته ته ښایسته ووایو

کله مو جانانه اضافي خبره کړې وه



ولې مو کیسه ترې د آدم او درخو جوړه کړه

څه و، یوې بې پامې، یوه عادي خبره کړې وه



"پرېږدﺉ قرار هسې لېونی دی" تا چې وېلي و

"دا دې سلامته پاچهي خبره کړې وه"

Also on Fandom

Random Wiki