FANDOM


لمبه لمبه شوم تا ونه ليدمه

چې څنگه مړه شوم تا ونه ليدمه

لکه ړومبئ څيره د لمر په غرونو

جلوه جلوه شوم تا ونه ليدمه

راپسې پورې شول د قبر ورونه

چې راستنه شوم تا ونه ليدمه

ښکاره مې ډکه شوله خوله له خاورؤ

خو هنگامه شوم تا ونه ليدمه

يواځې تا ؤ اړولی خپل مخ

زه چې کعبه شوم تا ونه ليدمه

سرتېره ياره فرشته د اسمان

ستا پښتنه شوم تا ونه ليدمه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki