ويکي شعرونه
Advertisement

ما مې زري پڼې تر څنګ نیولي

د مشدۍ لونګۍ ریتاړې مې په غاړه پرتې

د لارې شګې مې پښو سره خبرې کوي

پرون مې بیا له بر آخوند څخه تاویز اخیستی

ستا سود دنګې کلا برج کې یې ږدم

وایه چې پلار به دې راضي شي که نه؟

مګر دادا د خدای(ج) له قهر څخه نه ویریږي؟

دا څو کلونه وشول

چې دې له سپینې خولې نه غلا کومه

د غبرګو شونډو غلا ده غبرګه ګناه

اخر به څوک رانه لاسونه پرې کړي

¯¯¯

اوس په مریو او ځونډیو کې پوښ

هغه ښکاري ټوپک هم نه لرم چې

ستا په نامه ورباندې ډزې وکړم

او بس په ‌ډ‌زو دې را خپله کړمه

وروڼه، تربرونه مې هم نه شته چې مې ملا وتړي

که نه ګودر نه په راتلو کې مې د ټولو تر مخ

ستا پر اوږه باندې منګی ماتاوه

یا مې دې پیڅکه د ټیکري څیرله

چې دې په خپل نامه کړم

¯¯¯

ستاسو هوجرې سره به

چې د څپلیو لوی کتار جوړ شو

او د چلمو شنه دودونه به دیرې نه په هوا پورته شول

خو بیا به هم جرګه ناهیلې راغله

ما خو په چټ ملنګ خپل بخت خلاص کړی

ته هم ګلدادې سره پټه یوه ورځ ورشه

نه چې میرې دې وي څه کوډې کړې

څه موده مخکې یې له ښار نه زعفران غوښتي وو

¯¯¯

زړه مې ډېر تنګ دی اشنا!

اوس خو رباب هم پټ په غلا غږوم

چې غږ یې وانه وري څوک

د چرسو شنه لوګي خو هم حرام دي

چرته په پټه کومه شپه ورنه لوخړې باسم

ریښتیا- ریښتیا، دروغ - دروغ جانانه!

چې دې د سترګو کتاب ونه لولم

په هغه ورځ رانه لمانځه کې رکاتونه هېر شي

¯¯¯

د لو په ورځ مې ستاسو درمند څاره

چې تېره لور رانه مړوند زخمي کړ

ستا د ښایسته لوپټې

هغه ټوټه مې لا تر اوسه په مړوند تړلې

وایه! میرې ته دې د څیرې ټیکري څنګه بهانه جوړه کړه،

پلار دې خبر شو که نه؟

¯¯¯

ګرانې خامک څادر مې ډېر زوړ شوی

چیرته په پټه به یو بل هم راته ونه ګنډې؟

ما له بزاز څخه کتان را غوښتی

¯¯¯

راته په تورو سترګو نېغ وګوره

یو ځلې بیا خوله راکړه

پرون مې بیا له بر آخوند څخه تاویز اخیستی

سبا ته هم یوه جرګه درلېږم

وایه! چې پلار به دې راضي شي که نه؟

بس یو دسمال دې راکړي

ولور چې هر څومره وي

ما حاجي خان لیدلی

وایي :

«دوبۍ کې مزدوري ډېره ده!»

۱۸تله۱۳۷۸

پېښور '' حیات آباد

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ت

Advertisement