ويکي شعرونه
Advertisement

تصور راته تصوير شو په لېمو کې

خپې مې بندې د پښتو په زنځيرو کې

عقل هوش مې دا دستور دی رانه وړي

که يې هر څومره خوندي کړم په بڼو کې

هر ساعت چې د فلک ظالم له لاسه

د شفق بېرحمي وينمه پېالو کې

دا سرخي يې د شفق د وينو رنګ دی

کنې زيب کا چې دا وي په اننګو کې

د ساقي لاس ته ناڅاپه سترګې واوړي

را په ياد شي ستا بېلتون په زولنو کې

چې بنګړي د سارا شرنګ کړي جټګه وخوري

چې مات نشي په دستور د پښتنو کې

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني

Advertisement