Fandom

شعرونه

تصويرونه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

که

هندارو تصویرونه ساتلای

موږ به خپل اووم نیکه هم لېدلی وای

او اوس به ټول پوهېدو

چی د دارا او سکندر آیینې څه ډول وې

او د جمشید په جام کې څه ښکارېدل

یوازې

که هندارو تصویرونه ساتلای

نور به بې روحه تاریخ

داسې بې ژبې او مړژواندی نه وای

موږ به آدم ته د حوا لومړۍ موسکا پېژنده

او په بېړۍ کې به له نوح سره یوځای ګرځېدو

ما به آتن کی له سوکرات څخه پوښتلي وای چې

تر تا دوه نیم زره کلونه وروسته

ولې لا هم په- عدالت- پسی دا ورک بشر همداسې ورک دی؟

اوله موسی نه به مې غوښتي وای چې

ما هم له ځانه سره طور ته بوځي

بس که يوازې

تصویرونه په هندارو کې خوندي پاتې وای

موږ به لیلا ته وای کتلي د مجنون په سترګو

او په کعبه کې به مو

د اسماعیل د قربانۍ نښې له ورایه لیدې

زه به ورتلم اکاډیموس ته چې په خپله ژبه

له اپلاتون سره خبري وکړم

زماله هغه سره حساب پاتې دی:

ستا- ایتوپیا- چېرې ده؟

او انسانان به وژل کیږي لا تر کله دهغې لپاره؟

ستا د خیالي ډیموکراسي ریښتیاده چېری پټه؟

موږ خویې اوس هم

د دروغو د لمبو تر شاتور سیوري وینو

له ارستو سره مې نه ده جوړه

ځکه چی لا هم داخلاقو او ایمان په توپیر نه پوهیږي

خو

که هندارو تصویرونه ساتلای

ما به له خپل نیکه نه غوښتي ووچې

زما مغرور پلار ته وصیت ولیکي:

چی خپل شاعر زوی د ژوندون په لومړۍ ورځ ووژني

بودا لا اوس هم ما په خوب کې ویني

هو! زه پوهیږم چې له ما خپه دی

ځکه زه ژوند ته دهغه په سترګو نه ګورمه

ژوند کله ښکلی شي زما دمعشوقې دښکلو ستر ګو په څیر

خو بیا هم ما ته هیڅ ارزښت نه لري

بودا ویریږي چې خوبونه یې زماله وینو رنګ وانه خلي

بودا به نه ویریدای

اوزه به هم ژوندی وای

خو که هندارو کې تصویر پاتې وای

راشه چې زه درته یو راز ووایم

له سلوزروکلو ډیر تیر یږي

هیڅ څوک پرې نه پوهیږي

چې له هندارو څخه ولې تصویرونه تښتي؟

ماته مې اووم نیکه کیسه وکړله:

چې په هینداره کې شیطان وکتل

او بس همدغه شر میدلي دهندارې حافظه ماته کړه

که درته ووایم خندا به در شي

که تصویرونه په هندارو کې خوندي پاتې وای

موږ به ځانونه دبیزو له نسله نه ګڼلای

۱۳۸۳'لړم'۲۷

په دې شعر کې وزن څو ځایه توپیر لري، خو دا د مانیزو برخو دبیلولو لپاره دیوه نوي میتود کا رونه ده، نه وزني تېروتنه.

Also on Fandom

Random Wiki