Fandom

شعرونه

تعـارف

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

د پلار د پلار لخوا لمسی د (ميا عمر) يمه زه


د پلار د مور نه د ( آخوند بابا) پسر يمه زه


مور مې له پلاره د ( فقير صاحب) نصب ته رسي


د مور له موره د ( خواجه احرار) ځيګر يمه زه


د (ميا عمر) صاحب زيارت په څمکنيو کې دی


( فقير صاحب) د کامې بره خوا خښيو کې دی


( آخوند بابا) دی په کونړ، ( خواجه احرار) په هرات


خادم د دغه صاحبانو په لمسيو کې دی


( فقير صاحب)، (عبدالرحمان سېلاني) يادېږي


د ده فرزند ( صاحبزاده مُراد علي) نومېږي


په پښتنو کې (ميا عمر) دی په رښتيا منلی


د ده فرزند او خليفه (محمدي) يادېږي


(محمدي صاحبزاده) ؤ لوی شاعر د پښتو


( مُراد علي صاحبزاده) ؤ مفسر د پښتو


د پلار و موره ميراثه را له پښتو پاتې ده


(خادم) به و نه مني هېڅ منکر د پښتو


يمه (خادم) کله مې ځانته (سېلاني) وييلی


کله مې ځان په (احراري)، (مياعمري) ښوولی


پلار مې د شګې په زاخېلو کې خاړپوڅې کړي


پدې لحاظ مې کله ځان (زاخېلي) بللی


د علم او فقر په ځانګو کې زېږېدلی يمه


له ابتداء نه پدې لاره باندې تللی يمه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki