Fandom

شعرونه

تلوسه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لا مې دعشق تلوسه ډېره شوله

ښكلې وه غېږې نه چارپېره شوله

راغله پسته لكه ورېښمينه دنيا

لكه دباد سېلۍ وه تېره شوله

ها نرمه غېږه د نرګسو پانه

ها دنګه غاړه تكه سپينه زاڼه

ها لكه تندو ته اوبه دسراب

ها سندر مارو ته نغمه د رباب

ها لكه اوښكه د بڼو په څوكو

هغه هوسۍ د دنګو غرو په څوكو

هغه د هر مين د زړه لاروۍ

زما دعشق په دام راګېره شوله

اوس زما غېږې بل اثر اخستى

اوس زما غېږې بل جهان وليده

اوس زما غېږې رڼايي وليده

اوس زما غېږې اشنايي وليده

اوس زما غېږه هغه غېږه غواړي

اوس زما غېږه ،غېږه، غېږه ژاړي

اوس مې له غېږې ، غېږه تاوه كوړله

نن پټه مينه مې بر سېره شوله

زما مجاز په حقيقت بدل شو

ما بېګا خوب كې بل جهان وليده

ما ديو ښكلي مخ سبق وئيلې

ما په كې خپل پوره ايمان وليده

اوس مې تر ډېره تنده ماته شوله

چې مې په سترګو خپل جانان وليده

سترګې چې پټې كړمه راشي راته

له بېلتانه مې وركه وېره شوله

ها له ښكلا نه ډكه پكه دنيا

چې په همزولو كې هېڅ سيال نه لري

ها بې پروا د بې پرواؤ ميره

په محبت كې بل مثال نه لري

هغه ښكلا ده په ښكلا مينه

هغه په لنډه زنه خال نه لري

د دې لمر مخي د خائست تاويذا

راته ښكاره له دغه شعره شوله

ها چنګ باڼه يې لكه چنګې تورې

ها د لېمو په صف ولاړ مقتديان

ها د ګلاب په شانې سره اننګي

چې ورته پاتې دي حېرانه ګلان

ها د سهار د خوږ نسيم ملكه

ګوته په خوله دى ورته واړه جهان

( نظير ه) هغه ستا دمينې دنيا

لكه وګمه د نر ګس تېره شوله

Also on Fandom

Random Wiki