Fandom

شعرونه

تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تل به نه وي شګُفته ګُلزار د عُمر

نه به جوړ وي همېشه بازار د عُمر

لکه سيند د اباسيند په غورزنګ درومي

هسې يون دی په تلوار تلوار د عُمر

لکه برق چې مخ څرګند کاندي بيا نه وي

هسې تېز دی بې سکون رفتار د عُمر

سرکشي لري تر هسې حده پورې

چې نيوئ نه شي هېڅوک مهار د عُمر

چې سمندئې نه جلب لري نه واږی

خو به پرېوزي عاقبت شهسوار د عُمر

په ساعت د سلو کالو ياري پرې کا

بې وفا په هسې رنګ دی يار د عُمر

خپل صورت به د حُباب په سترګو ګورې

که څوک وکاندي په زړه کې شمار د عُمر

نه وځم چېرته له کوره نه سفر کړم

بې سفره مې غوڅېږي لار د عُمر

عاقبت به د اجل په مقراض غوڅ شې

پېوسته به مُدام نه وي تار د عُمر

بيا ئې وار په دُنيا نشته دی رحمانه

په هغو باندې چې تېر شي وار د عُمر

Also on Fandom

Random Wiki