Fandom

شعرونه

تنهايي ده او د کور څلور دېواله

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تنهايي ده، او د کور څلور دېواله

ته وا تاو له ما د اور څلور دېواله

تلوسه د تنهایي مې هڅوي چې

تر ځان وګرځوم نور څلور دېواله

چې ساتي مې له شرمښو بلاګانو

دوعاګانې مې د مور څلور دېواله

ملګرتیا نه کوي، غم مو شریک نه دی

راسره نه کوي شور څلور دېواله

چاویل چې دېوالونه ګواکې ګونګ دي

ما ته غاپي په پیغور څلور دېواله

ته قراره، هسې شکر پرې وباسې

څه د خونې، څه د ګور څلور دېواله

Also on Fandom

Random Wiki