Fandom

شعرونه

ته سرود د خدای د نظم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

له وږمو نه مې پیدا کړې، له څپو نه مې پیدا کړې

اخ، د گل غوندې جانانه، له خوشبو نه مې پیدا کړې

دا ته څنگه راته وایې، چې له کومه لوري راغلې؟

په خوبو کې راسره وې، ویښو شپو نه مې پیدا کړې

ته سرود دخدای د نظم، ترنم د طبیعت یې

د سیندونو له سروده، شنو اوبو نه مې پیدا کړې

دوه ښایستوکي وري مې څري، بیگا میږه راته لنگه

د اومو شیدو له خونده، له اورگو نه مې پیدا کړې

خدای مې ستا په مخ کې ولید، تا مې خدای راته راوښود

ریاضت کوم د مینې، له سجدو نه مې پیدا کړې

بابا اوس مانځه ته ولاړه، مور مې سره تنور ته ناسته

د تودې ډوډۍ د وږم، خوریدو نه مې پیدا کړې

هادي بیرته راژوندی شوم، غنم رنگې راته خاندي

شکر شکر لیونۍ چې پورې غرو نه مې پیدا کړې

۲۸/۲/۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki