Fandom

شعرونه

ته مې ياديږي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته پيښاور ته مې کـــــــابل يې اشنا
ته مې ګــــلاب د تور اوربل يې اشنا
بې له تا ژوند زما نيمګړی ښکاري
ته مې ځيګـــر ته مې ګوګل يې اشنا


هم د په ورځ هم د په شــپو يادوم
لکه باران دې په شـــــــيبو يادوم
خدای مکړه هسې ګناهګاره نشمه
سحرماښام دې په تســــــپو يادوم


کله خاټول کله رمبيل ته ګــــــورم
دستا د خوښې ګل چمبيل ته ګورم
دستا يادونه پکـــــــــې ټال ووهي
کله نتکۍ کله اميل ته ګــــــــــورم


اي غونډه منډه غـــــنم رنګه ياره
دمينې تور په تهمت رنګــــه ياره
پخوا به ستا راپسې زړه چاوديده
اوس د کړم زه دځان ملنګه ياره


په خوب د وينم چي مې ځنګ ته ناست وې
لږ ګيله من وې کـــــوز پلنګ ته ناست وې
زه تخنوم دې چې په خلا د کــــــــــــــــړمه
ته په غوسه وې تيار جنــګ ته ناست وې


د شپې را ويښه شم اســـمان لټوم
پکې ورک ستوری د جــانان لټوم
دورځې هم ناسته قــــــراره نه يم
لارې کـــــــــــوځې او بيابان لټوم


اوښکې مې توئ شي د ګريوان ميلمه شي
لکه شبنم چې د زافــــــــــــران ميلمه شي
دســـــــــــتا يادونه په خبرو راشــــــــــي
لکه چينار(۱) چې د کـــــاروان ميلمه شي


کاش چې جانان مې مخستن ته راشي
ايله د تن وينه به تن ته راشــــــــــي
  ځــــدرڼه » تا به په جـــــرګه ورليږو «
چې مرور مو ټول وطـــــــن ته راشي

Also on Fandom

Random Wiki