Fandom

شعرونه

ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته چې ماته وائې چې په څه کوې ژړا

نه درمعلومېږي دغه خپل جور ؤ جفا

ته جور ؤ جفا کړې زه ژړا کوم دلبره

ستا که دغه نه وي دا به هم نه وي زما

څه ښادي به کاندي طائفه د عاشقانو

رسم د بُتانو که هم دا وي لکه ستا

دا خصلت چې ستا دی که هم تل په دغه شان وي

نه رامعلومېږي د دردمند د زړه دوا

يو داستا ماڼۍ شو بل غرور د رقيبانو

وار په وار مې وژني کله هغه کله دا

هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي

زه خو ئې مجنون ګڼم که نن وي که سبا

سپئ هم په عذاب د جدائۍ د وژلو نه دی

زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپئ شوم په وينا

هېڅ ئې پکار نه دی رحمانه تا غواړي دلبره

دا زما رضا ده باقي هر چې ستا رضا

Also on Fandom

Random Wiki