FANDOM


ټول کـــــــړي مي دلته دګـــــــــلانو په شان توري
راځــــــــــــي د هرې خوا نه بلبلانوپه شان توري

زه شک ورباندې نه وم ترې جوړه يوه غــزل شي
هر خـــــــواته چې شيندم د ليوانيانو په شان توري

هر بيت کــــــې دغيرت او د ازاد ژوندون نارې دي
قســـــــــــم چې ليکی نه شم غلامانوپه شان توري

په مينه پښتانه دي ټـــول کــــــــــارونه د پښتو کا
ځاريږي يوتر بله د زلميـــانو په شــــــــــــان توري

نن بيا ئي د غـــــــــــــــــــزلو لپې پورته دي نيولي
ښکاريږي چي دعا کــــــــړي ملنګانو په شاه توري

څه مست سره را ټول دي لکه ژڼي په حجرو کـــــې
ژاړيږي که مو بيل کــړل عــــــاشقانو په شان توري

په سر ور ته "ځــدراڼ" د پښتونوالي پټکي کيښول
ور ګــورۍ ځنګه ښکاري اتـلانو په شــــــــان توري

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki