Fandom

شعرونه

تور ښامار

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

ښامار په خزانه باندې وليدلئ ورته ګورۍ

پټ ندی بر الا هر چا ليدلئ ورته ګورۍ

دستوروجنازه ده ملايکې ورته ژاړي

کوم ستورئ له اسمانه غورځيدلئ ورته ګورۍ

ملا په رڼا ورځ کړه روژه ماته ويل غازي شوم

افغان يې د کافر په نوم وژلئ ورته ګورۍ

کتاب نه روايت کړي ذاهد نه ورکوي غسل

شهيد په خپلو وينو لمبيدلئ ور ته ګورۍ

دی هر سبا ورځي خپل ځوانيمرګ بچي ته دعا کړئ

بابا له قبرو راغئ ژړيدلې ورته ګورۍ

سپين سرې مور يې خور سره تصوير ګرځوي جيب کې

هر يو ددې ولس پې کړيدلئ ورته ګورۍ

ليلا شوه پکې ورکه د مجنون کډه ترې بارشوه

ددوی د مينې کور اوس نړيدلئ ورته ګورۍ

خزان په ګلو راغئ رژوي د بڼ ګلونه

ځما د مينې ګل هم رژيدلئ ورته ګورۍ

نه ګل شته نه بورا نه دبلبلو ترانې اوس

پتنګ هلته په شمعه سوزيدلئ ورته ګورۍ

غوټئ خوله خلاصوي د سپرلي په تمه خاندي

خزان نه چيرته پټ ګل غوړيدلئ ورته ګورۍ

ساقي دئ مرتت شوئ زهرويشي په پيالو کې

ښکاريږي چې دئ هم پې غوليدلئ ورته ګورۍ

يو خوب مې دئ ليدلئ که تعبير يې راته وکړي

افغان ولس بيا پورته خوځيدلئ ورته ګورۍ

تر څو به تور ښامار په خزانه زمونږه پروت وي

هر يو دده له لاسه درديدلئ ورته ګورۍ

خلک ځي د سيل د پاره چې ډيرۍ ډيرۍ مردار وي

ښامار د خزانې وي چا وژلئ ورته ګورۍ

اړمه د اغيار په سر د هر افغان ګذار وي

رښتيا به شي د ا خوب چې ما ليدلئ ورته ګورۍ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki