Fandom

شعرونه

تږی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

راشه چې نور مرمه، د یو څو خبرو تږی یم

ستا د نرمو نرمو او پستو خبرو تږی یم

زړه مې د دوستانو، له کږو خبرو چوي نور

ستا د اثرناکو او خوږو خبرو تږی یم

یاد، دې شي، چې ستا په نرمو لیچو مې سر ایښی وو؟

زه مزلو وهلی، د هغو خبرو تږی یم

لږ مې ستړی روح، د ترنم په چینو ووینځه

ستا د آهنګینو او رڼو خبرو تږی یم

سیند ته مخامخ یم، د اوبو زمزمې اورمه

لا دې هم د شاتو او شیدو خبرو تږی یم

ښه شو چې هادي درنه دوه مخې زمانې وخوړ

ویل یې چې د سپینو ، لیونو خبرو تږی یم

۱۷مارچ۲۰۱۲

سیډني/پاراماتا

Also on Fandom

Random Wiki