FANDOM


هاچې دګل غېږ كې دې شپه وه څنګه تېره شوله
وايه شبنمه چې دې ياد دي كه دې هېره شوله
زه تاته ناست يمه له تا دوصال چل يادوم
زه جلاد نه يم چې له ما دې دومره وېره شوله
وايه چې څنګه دې دګل نازكې شونډې ښكل كړې
وايه چې څنګه دې له ده غېږه جارپېره شوله
مخكې مې ګله ستا دمخ د ليدوطمعه نه وه
اوس چې مې وليدې نو دا هيله مې ډېره شوله
زه په هغې پسې او هغه هم زما په لټه
 بس په يوه كوڅه كې مانه تېره بېره شوله

نظيره ښۀ شوه چې د مينې حال دې ګل ته وويل
نظيره ښۀ شوه چې دا پټه هم بر سېره شوله

۱-۱۲-۲۰۰۷

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki