FANDOM


زه د درياب منځ کې پرته تيږه يمد زمانې د بد لولونو
حال له ما وپوښتئماته معلوم دې کوم چې تا ليدلې نه دي يارهد
دريابو د طوفانوکيسې زما زړه کې ديد زمانې د بدختيو داستانونه غواړېکه دسکوت که د لذت د شيبو؟راشه
 زما ترڅنګ ديره شه يارهدتورې شپې دظالمانه تورتم دشين سهارد
 ترنم غزلېد لمرزرينو پلوشې او وړانګودنيکمرغۍ
د سباوون افسانېيوه يوه به درته زه ووايمزه ېې پخپله لمسوم
، هم ېې په سترګو وينمدا طوفانونه ، سيلابونهلکه زما په
 څير تا هم ورکولې نه شيزه نه له شپې ويريږم نه
 له تورتمه ځينېډيرې پيړې مې د درياب څپو کېد سيلاوو موجو کېد
 يوسکوت او ارامتيا سرهد سيند په غيږکې تيرکړلياره بې صبره
نه شېپام کړه بې واره نه شېسينه زما په شان پراخه
 ساتهد طوفانو عمرډيرلنډ تيريږيستا ارامتيا او درنښتددې
 څپو په منځ کې ستا د پايښت نخښه دهپام وکړه له تيارو
مه ويريږه صبر وکړه هرې تيارې پسې رڼا راځيد تا د هيلو دنياګۍ به
 هم روښانه شيد ارمانو ګل به دې وغوړيږيما هيره
 نه کړې يارهزه د درياب منځ کې پرته تيږه يميو نصيحت مې له غوږ مه
 وباسهستا متانت او درنښت ددې څپوپه منځ کېستا د پايښت نخښه ده

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki