Fandom

شعرونه

ثناء

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې هر څه وغواړې ربه هغه کړى شې
ټول نظام د سترګو رپ کې بدلوى شې

ټول ژوندي په يوۀ امر مړۀ کوى شې
بيا يې بيا ژوندي له خاورو پاڅوى شې

دا جهان واړه په بل مخ اړوى شې
بيايې څو وارې هم ښکلى جوړوى شې

دا مغرور شاهان له تخت غورځوى شې
ملنګان شاهانه تخته ته رسوى شې

هر څه هر چاته چې غواړې ورکوى شې
هر څه هر چا نه چې اخلې اخستى شې

لوى خالق د مخلوقاتو يې خالقه
رب د ټولو کايناتو يې خالقه

ته جبار ، قهار ، غفار يې لويه ربه
يکي يو يې خود مختار يې لويه ربه

چې دې خوښه شي هر څه هغه کوې ته
څوک په غم اخته کړې څوک خوشالوې ته

يو مرغۍ له هوا راولې پنجرې ته
بل له اوسپنې پنجرې ازادوې ته

چې د عمر ګناه ګار درته په صدق
توبه اوباسي توبه يې قبلوې ته

نو زه هم يو سوال کوم د سوال نه مخکې
هغه دا چې دغه سوال به مې منې ته

ته رحمٰن يې هم رحيم يې هم قدير يې
هم عليم يې هم ستار يې هم خبير يې

عجيبه زورور ذات يې پاکه ربه
ته القاضى الحاجات يې پاکه ربه

زه د ستا يو ډېر عاجز غوندې بنده يم
نفس شېطان را سره مل دى شرمنده يم

زه خو نيک نام کوم چې پرهېزګار يم
تا ته پته ده چې څومره ګناهگار يم

زه د کمزورى يم بې وسه يم ناتوان يم
زه په بدو عملونو پښېمان يم

تا ته سوال کړم ته بښونکى يې خاونده
ګناه ګار ته تېرېدونکى يې خاونده

ته غفور يې ګناه ګانو نه را تېر شه
ډېر رحيم يې سزاګانو نه را تېر شه

رحمٰن ذات يې رحمتونو کې مې غرق کړه
تاته خوښ محبتونو کې مې غرق کړه

که ( مفتون ) يم مفتونيت راځنې واخله
بدخويونه بد خصلت راځنې واخله

د نېکيو توان کافي راته عطاء کړه
زه معافي غواړم معافي راته عطاء کړه

ژوند سپېڅلى مطابق د شريعت را
يا الله آخر کې مرګ د شهادت را



Also on Fandom

Random Wiki