FANDOM


که مې زړه وې دارمان جامې اغوستې؟
ورته ګورم په لیدو یې نه مړیږم
تنهایی مې دجانان جامې اغوستې
دموسکا په لمر دې ټول دبوډۍ ټال کړم
ما داوښکو دباران جامې اغوستې
رنګین زړه مې درپسې شو سترګې سترګې؟
که طاووس وې دقرآن جامې اغوستې
شنو اوبو کې یې دمخ دستوري رپ دی
چا دشپې دشنه آسمان جامې اغوستې؟
دبیلتون له بریدنه ښکلیو ته ورګورې؟
ورتلی نه شې تا د ځان جامې اغوستې
دګلونو انقلابه پر ما راشه
ما د وینو دالوان جامې اغوستې
پر دې لاره دپرهر لاروي تللي
سروغاټولو دکاروان جامې اغوستې