FANDOM


زما روح دی،زما زړګــــــــی دی،زما ځان دی جانان
په خدای قسم چې خورا ډیر راباندې ګران دی جانان

خواږه یادونه ئې د شپې په زړه کې رخه وکــــــــړي
د ورځې نه راځـي سپین ستوری د اسمان دی جانان

خاونده معاف مې کړې توبه چې ګناهګار نه شـــــمه
که وایم دین مې دی ،مذهب مې دی ،ایمان دی جانان

یو ګل خو نه دی پسرلــــی دی ټول وطن پرې ښکلی
په وچو للمــــــــــــــــــــــو راوریږي روڼ باران دی جانان

« ځــدراڼه » ښی سترګه مې رپي د څه زیری راوړي
ښکاري د کلــــــــي په کوڅو کې را راوان دی جانان

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki