كلــه پــه جـــام او پــه مينــا ماتېږي
زمـا چــې تـنده پـه ياد ستا ماتېږي
لكـــه غــمــونـه چـــــې جـدا جـدا وي
هســې مــــــې زړه جــدا جـدا ماتېږي
د لــيـونـــو زور كـــــــــــه دې وليــدلـو
رقـيبـه ســـــــــر دې خـامـــخـا مـاتېږي
يــــــــو زما زړه دى چې هـر دم ماتېږي
يـــو ستا وعـدې چـې هـر سبا ماتېږي
بدره چې نه يـــې سوځي سترگې په ما
زمـــــــــــــــا نظـــر پــــر هغـــې لا ماتېږي
۲۰/۱/۱۳۷۶ وېشنيزه:صديق الله بدر وېشنيزه:شعرونه ج