Fandom

شعرونه

جزيره

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

له ټول جهانه لرې جزیره کې به اوسیږو

جانانه د یوبل د زړه حجره کې به اوسیږو

بدرنګې زمانې ته به پر مخ څپیړه ورکړو

د شعر او ترنم په باغیچه کې به اوسیږو

والله چې هرې ساه ته به دې بیله غزل لیکم

خیام سره په ګډه زمانه کې به اوسیږو

د ژوند له ناکردو نه به تیارو ته پناه یوسو

د تا د تورو زلفو په سایه کې به اوسیږو

ګوښه د شرمیدلې زمانې له تنګ نظرو

بودا غوندې د خپل وجود دایره کې به اوسیږو

لمن به دې د ستورو له غمیو کړمه ډکه

د زړه د کرستال په پیمانه کې به اوسیږو

هادي د ستا د مینې تاج محل له شعره جوړ کړ

د ډیرو زمانو په حافظه کې به اوسیږو

۲۱مارچ ۲۰۱۲

سیډني/پاراماتا

Also on Fandom

Random Wiki