Fandom

شعرونه

جلال آباده

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ډير مې ياديږې د زړه ښاره، جلال اباده

زما د ښې او بدې ياره، جلال اباده

لارې كوڅې دې هيرولى نه شم

خير كه نن ډيره غريبي ده، د وخت

په ګونګه ژبه دې ستايلى نه شم

ډيره ترخه مو زنده ګي ده، د وخت

د ماښامونو تريخ خماره، جلا ل اباده

دا خو منم خو دا خو نه منمه

چې زما زړه زما ځيګر نه يې ته

د دې نړۍ د ښكلو ښكلو په څېر

ما ته يو ښكلى مازديګر نه يې ته

د سرو او سپينو زرو هاره، جلا ل اباده

زما نه چرې هېرېدلى نه شې

زما خو مينه، زما زړه يې اخر

درته دروغ پكې ويلى نه شم

ما ته له ګله خو كم نه يې اخر

د مساپرو لارې څاره، جلا ل اباده

درنه لوګى شه سحرونه د ژوند

د پسرلي نغمې دې اور واخلي

دا ښكلي ښكلي د مغرب ښارونه

ستا په ليدو ديې سترګې تور واخلي

منم يې بيا اله ( سها ره)، جلا ل اباده

۱۳۸۴ سلواغه ۲۰ جلا ل كوټ

Also on Fandom

Random Wiki