Fandom

شعرونه

جنت

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Jannat - جنت03:06

Jannat - جنت

همدا شعر په ويډيويي بڼه

د يو ملا نه مې تپوس وکړلو

ما وې ملا صيب جنت به څه وي؟

هغه په ګېډه لاس واهه وييل يې

تازه مېوې او د شودو رودونه

خوا کې کتاب ته يو طالب ناست و

ما وې چې ته به پکې څه ووايې!

د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو

وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه

شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و

په خپله ږيره کې يې لاس وهلو

ده پرې راودانګل نه داسې نه ده

ښکلي غلمان او جنتي سرونه

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو

ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟

خپله شمله يې سموه وييل يې

د سرو او سپينو عنبري کورونه

خوا کې يو ستړی سيلېدو ولاړ و

ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟

د خپل تندي خوله يې وچه کړله

وې چې مړه ګېډه خواږه خوبونه

يو لېوني غونتې په لار تېرېدو

ما وې چې ای فلسفي ته څه وايې؟

خپل ببر سر يې ګراوه وييل يې

بس د انسان د خوشحالو خوبونه

ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو

ده په اوترو سترګو بره کتل

دې شين اسمان ته غورېدو وييل يې

ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه

وييل يې ای د لامکان خاونده

پخپل مکان کې خپل اختيار جنت دی

ګنې د دغه لېونتوب په نامه

که نار وي نار که دار وي دار جنت دی

Also on Fandom

Random Wiki