FANDOM


که دې سمه ده که غر دى نورستانه
په هر څه کې دې اثر دى نورستانه

طالب خويه دي اتڼ کوي طوفان کې
که دې لمنځه که نښتر دى نورستانه

لېونو ته جذباتي شې لېونى شې
دا عادت دې خوندور دى نورستانه

نازولي شهيدان لرې په غېږ کې
جنتي د ستا منظر دى نورستانه

هره تړه هر ګړنګ او هره لار دې
د جهاد سنګر سنګر دى نورستانه

دې مغرور او يرغلګر کفري لښکر ته
ستا نامه زنګ خطر دى نورستانه

د زمريانو او بازانو جنګي کور يې
شان شوکت دې لکه لمر دى نورستانه

ستا بچي ور باندې ګران دي ته يې خوښ يې
( مفتون ) ځکه بختور دى نورستانه

د نورستان مجاهدينو ته ډالۍ ١٣٨٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki