ويکي شعرونه
Advertisement

د کلي منځ وخت مازدیګر دی ، جنجال ځله کوې؟

یاره راځه د لارې ســـــــر دی ،جنجال ځله کوې؟

د ستا ګېلې غوســـــــــــې منمه لږه خیال خو کوه!

اوس د رقیب پر مونږ نظر دی ، جنجال ځله کوې؟

جانه ظاهــــــــــر به د ګلاب په څېر تازه ښکارمه

له زړه مې یو الله خبـــــر دی ، جنجال ځله کوې؟

اوس چې راغلـــــــــی یم آشنا ميلمه پالنه خو کړه

صبا مې بیا ګوره سفــــــر دی ،جنجال ځله کوې؟

ګله زارۍ او ننواتي مــــــــــــــــــې منې او کنه؟

دا مې لمن دا مې تور سر دی ، جنجال ځله کوې؟

په تا ډاریږم چې همزولو کـــــــــــې بدنامه نه شې

«ځدراڼ» نه لر دی او نه بر دی ،جنجال ځله کوې؟

وېشنيزه:ولایت خان ځدراڼ

Advertisement