Fandom

شعرونه

جنگ د پاسه جنگ دی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

اخلي انتقام رانه راغلۍ بيا فرنګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

دوه نيم ميليونه يې مړه کړه امريکې سره روسانو

رپېږي بيرقونه لور په لور په شهيدانو

کوڅې زمونږه ډکې دي په کونډو يتيمانو

تاريخ زمونږ شاهد دی پدې پوه شی افغانانو

خر هماغه خر خو بدل شوی يې پالنګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

چړي دی که طالب يا تنظيمونه ملايان

دا ټول همدوي پيدا کړه دغه هر چاته عيان

افغان په افغان وژني پدې ملک کې خاينان

پخوا نه يې روزلي دغه کار ته ګوډاګيان

راغلي دښمنان دا يې چل دا يې نيرنګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

عجيبه نتيجه او ثمره شوه د جهاد

چاپير رانه دښمن دی ځانته وايمه آزاد

مادي او معنوي سرمايه لوټ شوه په هيواد

وطن مې دړې وړې دښمنانو کړ برباد

په شمع سوزيدلۍ ځای په ځاۍ وينم پتنګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

زمونږ ملک يې اشغال ايران عراق ته کړي ګواښونه

ځای پر ځای قوې د بيګانه پرتې جنګونه

شخصي ګټې لپاره خلګ وژنې او مرګونه

تر سترګو يې لاندې کړي دي کانونه معدنونه

لاسونه ورته يو کړی د افغان په وطن ننګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

ازبک دی که تاجک او هزاره دی زمونږ وروڼه

ځان دې پدې پوه کړه بل څوک ندي ای پښتونه

دښمن مو جنګوي خپلو کې وژني دا قومونه

مرګ ته د افغان يې غزولي دي دامونه

راغلی شاه شجاع ورسره خوا کې تيمر لنګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

دا زنځير شلولي وحشيان بند پخپل زنځير کړی

آزاد ترينه وطن او دښمنان د خاورو ګير کړی

الله اکبر سره نعره بيا د تکبير کړی

غږ د آزادۍ خولې نه پورته په تدبير کړی

ننګ چې په وطن نکړي اړمه دا بې ننګ دی

سوله يې بانه ده هسې جنګ دپاسه جنګ دی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki