FANDOM


ړانـده خـونه يـو پـه اغــزو ګـلونـه، نــۀ بــدلـــوؤ
مونږه په نيمګړې خوشالۍ غمونه،نۀ بدلوؤ

مونږه غافل نه يو مونږ ذهر او شات ښه پېژنو
په خنداګانو دا خوږۀ دردونه،نۀ بدلوؤ

کېدى شي وخت د چاپه لاس راته سزاوې راکړي
خو په سروزرو نظرئيو فکرونه ،نۀ بدلوؤ

زړونه، له زړونو بدلـوؤ خو په سـپـېـڅـلـو زړونـو
خو حقيقت کې له مداره زړونه،نۀ بدلوؤ

د قسماقسم سېلابونو کې غېژ کې ژوند تېرؤو
لکه د خوړ کاڼي يو سپين رنګونه ،نۀ بدلوؤ

نور به هم وزوريږو نور بـه هم حــالات بــدل شـي
خو دا جنګي او جهادي خويونه ،نۀ بدلوؤ

مونږه د رب په مرسته هر وخت بدلوؤ وخـتـونـه
خو د وختونو سره خپل ځانونه ،نۀ بدلوؤ

مـجـاهـد، وو، مـجـاهـد يـو او مـجاهـد به اوســو
شان او نشان ساتو اوچت نومونه ،نۀ بدلوؤ

په غفلت نه، مونږ په غېرت او سادګۍ مئين يو
په ټول جهان دا نازولي غرونه،نۀ بدلوؤ

سرۀ او سپين پېژنو خو سپينې اوښکې هم پېژنو
په تشو کاڼو قېمتي لالونه،نۀ بدلوؤ
( مفتونه ) مونږ په ابدي مست ژوندانۀ مئين يـو
په دې نيمګړي ژوند، ژوندي مرګونه،نۀ بدلوؤ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki