ظالم رقيب چې نړوله هغه بيا جوړه شوه
ورانه جونګړه مې د ښکلو په نڅا جوړه شوه
د پورې غره د شنې لمن نه رمې و کوچېدې
شپونکى مجنون شو د کوچۍ نه چې ليلى جوړه شوه
لکه چې بيا دې په نغمو رباب ته اور واچوه
مطربه څنګه دې په غېږه کې ګډا جوړه شوه
دا کوم تورمخي جادوګر سره چپه کوډي وکړې
زموږ د سترګو د جګړې نه کربلا جوړه شوه
د غزل پاڼې ښکلوم کرښې لېمو کې ساتم
زما زړګي ته د سندرو اروا جوړه شوه
کونړ – ٣٠ ٦ – ١٣٧٨
وېشنيزه:سميع الله تړون