FANDOM


په خدای که به یوه شیبه ویدیږم هره شپه

تیارې چې راخورې شي زه ویریږم هره شپه

ولویږمه پاڼه شمه ، باد مې په هوا کړي

په ځان پسې ګرځیږمه، ورکیږم هره شپه

میږی شمه، مرغه شمه، اوبه شمه یا اور

عجیب غوندې حالت سره مخ کیږم هره شپه

ټوله حافظه کې مې یوازې د تا نوم وي

لګیا یمه له تا سره غږیږم هره شپه

د خپل وجود له سیوري نه هم بیل اوسمه اوس

یو نوم مې له خولې وځي رسوا کیږم هره شپه

دا دی د ډیوې په شانې مخکې راته ایښی

تصویر نه دې تاویږمه تاویږم هره شپه

هادي چې له رڼا نه په تیارو کې یم خوشال

د چا په ملاقات مشرف کیږم هره شپه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki