Fandom

شعرونه

حامد کرزي ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بښنه غواړو ځان درپېژنو په قهر نه شې
موږ دا خيرن، خيرن واړه دشهيدانو بچي

ښه فکر وکه پس له فکره داسې وګڼه چې
موږ هم يو وخت وو دتکړه تکړه ځوانانو بچي
چې مشرانو يې په وينو باندې لوبې وکړې
موږ دهغو وطن پرستو افغانانو بچي

موږ لوڅې خپې ببر سرونه او ماټ ګوډ لاسونه
موږ په خواږه بدن داوسپنو ګولۍ خوړلي

ټول د ټوخي له لاسه تنګ په نري رنځ اخته يو
موږ په پنجاب کې د پردو دلاس ډوډۍ خولې
دمشر نوم مونه خوښيږي له مشرانو توبه
زموږ مشرانو خو زموږ سر روپۍ خوړلي


ستابه يادېږي او کنه دا کندې، کندې پټي
موږ ته کمپونو کې چا ويل چې انقلاب راغلى
خلکو به ويل چې دلته دوه رقمه خلک اوسي
څوک له کتابه دي منکر چاته کتاب راغلى
بس عجيبه وه هيڅ په سور و بور يې نه پوهېدو
يواځې مور به راته ويل چې انقلاب راغلى
موږ د خېمو لاندې په يخه ځمکه شپې کړيدي
موږ ه بې وزلو بې رقمه غوندې ژوند ليدلى
موږ پسې تورو پنجابيانو وروسته چکې کړي
زموږ بخۍ، بخۍ جاموکې يې پيوند ليدلى
تا د خوارانو تش ساړه نغري څه ليدلي
ته څه خبرې يې تا د ټولې دنيا خوند ليدلى
يو مازيګر خو ځان وزګار که جلوزو ته راشه
چې خړ ماښام کې دخيرات راوړئ اواز واورې
بس دې کوز چم کې به دې ښه په مينه وګرځوو
چې چرته وير دماشومانو چرته ساز واورې
ډېر خلک تېر شو پټ غوږونه له دې خړو خيمو
که چرته ته د دې کمزورو د ژوند راز واورې
زموږ همزولي جامې واغوندي مکتب ته لاړ شي
زموږ نه مکتب نه موکتاب نه مو قلم ليدلى
موږ د وهئ کابلين دي اواز ښه پېژنو
مو يو لنډى غوندې قيمت موږه تورخم ليدلى
په موږ يې څومره چې پېرزو وې هومره لوبې وکړې
دې د ملک زامنو ژوند رقم ، رقم ليدلى

ددې ذرې ، ذرې ساده باده و لس واکداره
دلته د کار سرونه شته خو څوک ترې کار نه اخلي
دوى سختي پېژني په خېټو پورې تېږي تړي
خو د جونګړو په بدل د چانه ښار نه اخلي
پام کوه پام چې بيا پرې وروسته پښېمانه نه شې
څوک چې پوهېږي نو ددې ولس ازار نه اخلي

دا غريب زړه مې له يار لږه مينه نوره غواړي
لکه افغان ماشوم سړه ډوډۍ له موره غواړي

دې يوانسان ته خداى (ج) ذوقونه څو رقمه ورکړل
څوک له مهرابه څوک مزې له ټنګ ټکره غواړي

ګرانه جانانه نور په خېردى ، خېردى ونه شوله
لېونى زړه مې درنه سپينه خوله په زوره غواړي

بس عجيبه شوه څوک چې څنګ کې چاته لږ وګوري
وايي ياغي دى د ده زړه هم توره بوره غواړي

٢٨ – ١١ – ١٣٨٠
کونړ


Also on Fandom

Random Wiki