ويکي شعرونه
Register
Advertisement


حق ويلى نه شم راسره د هجران وېره ده

تا چې په ما کړې اوس مې هغه کرده هېره ده

دا تعدا لا څه کوې چې تېره لا په تېره د ه

خير دې عاقبت وي راته دا ظلم لا چېره د ه

دا څنگه ياري ده چې له مينې جفا ډېره د ه

ښاد په وصال نه شوم د هجران اندېښنه زور د ى

زه په ژړا ناست يم ته زما په ژړا خاند ې

چاته ستا له لاسه دا زخمي زړگى کړم وړاند ې

هسې ناکردې چې ته زما په ژوندون کاند ې

خود دې زه حيران په اور ستي کړم لاندې باند ې

ما په سر گاللي ستا له خوا نه ترخې تاندې

خير که ستا له لاسه مې خراب د زړگي کور د ى

وېشنيزه:شعرونه وېشنيزه:محمد عالم حيران

Advertisement