Fandom

شعرونه

خاورې به شې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لږ د خداى نه کوه ډار خاورې به شې
ډېر مغرور مه ځه په لار خاورې به شې
عاجزي کوه ځان خاورې خاورې بوله
که هر څو يې ګل رخسار خاورې به شې
اې د خړو خاورو جوړ عاجز انسانه
دومره مه کوه سينګار خاورې به شې
د رب ښکلي بندګان چې ازار نکړې
درته وبه کړي ازار خاورې به شې
څومره ښکلى تن وجود الله در کړى
ګوره زرشه توبه ګار خاورې به شې
دا دنيا يوه کشتۍ د مسافر ده
بس د مرګ کړه انتظار خاورې به شې
دا رنګينه زندګي به دې تالا شي
د مرګي په سخت ګزار خاورې به شې
ګل ځواني به دې د قبر چينجي وخوري
ځوانه تېر به دې شي وار خاورې به شې
د لحد په تنګه غيږه کې به ګېر شې
شې په خاورو کې به شمار خاورې به شې
اې ( مفتونه ) دا نيمګړى ژوند به تير شي
که غريب يې که سردار خاورې به شې

Also on Fandom

Random Wiki