Fandom

شعرونه

خبرې رغړي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د ښکلو خولو نه چې دلۍ، دلۍ خبرې رغړي
زمونږ په مخ ورته د اوښکو مرغلرې رغړي

څنګ ښاپېرۍ رانه په منډه وړي کمزوري خلک
دلته خو هر وخت بلا ګانې زورورې رغړي

بس په ټپو له ډوله درز باسو او بريد پرې کوو
زمونږه غرونو کې دهر ظالم لښکرې رغړي

خير نه توبه باسه ملنګه خير د سر وغواړه
 د افغان کلى دى همېش په کې ککرې رغړي

خالقه خدايه د پنجاب په جهنمي ګرمۍ کې
د خېمو غاړو ته سر تورې مهاجرې رغړي

ننګرهار – ٧ – ٣ – ١٣٨٠

Also on Fandom

Random Wiki