FANDOM


خدايه بخښنه درنه ډيره غواړ
ته زورور يى زور له تاسره دى

ستاله مخلوقه په زړه داغ لرمه
ددغه داغ ټكورله تاسره دى

دالېونۍ دونيادي ونړه وه
سيدونه ستادي اورله تاسره دى

خوښه دي كوم يوچي رالېږې راته
زما تربور او ورور له تاسره دى

دګنګوسې موله پخوا اوريدي
چي زموږواك به بيا جلادنيسي

څوك به په خوادمردابادكي اوسي
څوك به طرف دزندابادنيسي

دتاريخ سپيني اوسپېخلي پاني
دځينوځينون خلګويادنيسي

داسپين لباس كي دلستوڼوماران
راه كابل نيسي بغداد نيسي

خوب مي ليدلى دى حيران يم ورته
تياره راپورته سي يولمروخوي

يوه بلاپه منډمنډراسي
رانه سيندونه وخوري غروخوري

يوڅوك په چل دابارۍ په نامه
زور رانه واخلي رانه زر وخوري

بيارغونه كه هم دومره وي نـــو
داڅوپلچكه دي ستاسر وخوري

دقدرتونواوكمال خاونده
دابندګاندي ولي رنګ بدلوي

نن په يوه سباپه بله درومي
هره ورځ نوى نوى څنګ بدلوي

سړي خواره را درومي ډلي ډلي
سپېڅلې سوله مي په جنګ بدلوي

داسي مشران درله ندي پكار
زماكلتورچي په فرهنګ بدلوي

تادصليب نښان په توره وهلى
په دغه توره مسلمان وژنې

يوافغان غيږه كي نيژدي كي ځانته
په هغه بيرته بل افغان وژنې

خپل انجيل شاپوري تړلى ګرځى
خولاروي دپاك قرآن وژنې

زما ازاردي لېونى كه اشنا
چي په سوكانوباندي ځان وژنې

زمااولس نه دي څرمني ايستلې
خپلو بچوته ترې خېمه جوړه وې

له خپلي خوني ستړى ستړى راغلې
زما په خونه كي دمه جوړه وې

سپيني اوتوري ټاپې ستاسره دي
څوك خليلزاد څوك اوسامه جوړه وې

ته دبدرنګه تاريخ توره څېره
داڅه بدرنګه ډرامه جوړه وې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki