FANDOM


خدايه څه شوه هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک

هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي

ژړوي مې هغه تللي تللي خلک

خبر نه يم چې و کومه خواته لاړ شه

ليدئ نه شي هغه ما ليدلي خلک

لکه خلک چې د اوبو په مخ کې درومي

هسې درومي په دُنيا راغلي خلک

درېغه يو ځله خو بيا په دُنيا راغئ

له جهانه په ارمان وتلي خلک

هزار حېف دی چې په خاورؤ کې لاړه شي

په چوو او په چندڼو لړلي خلک

رحمان هسې گوښه خوند له خلکو بيا موند

چې هرگز نه دی دا خوند موندلئ خلک

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki