FANDOM


زمونږ د کلي بر ګودره خداى دې ښکلى لره
دپېغلو نجونو مازيګره خداى دې ښکلى لره

چې رانه ځې خوږه جانانه سپيلني در واخله
چې چرته نه شې له نظره خداى دې ښکلى لره

درته ګودر چمبه وهي پېغلې ټپه ټپه شي
شينکى چناره بختوره خداى دې ښکلى لره

ستا خوږې غېږې ته حمزه درغاړې وتى ګرانه
دغزلونو خړ خيبره خداى دې ښکلى لره

ته خو مې نوم په خولګۍ نه اخلې خو زه داسې وايم
چې چرته يې خوږه دلبره خداى دې ښکلى لره

تا خو دزړه په رنځ اخته کړم دا مې سوال ومنه
خولګۍ دې راکړه د زړه سره خداى دې ښکلى لره

شپونکيه ! لېونيه تا ته څه دې در په غاړه
سوزونه او سازونه خوشپېلۍ په اوږو وړي

دغره لمن کې بيا دسرو اوښانو کتار ګرځي
کېږدۍ په اوږو وړي ښکلې کوچۍ په اوږو وړي

د نرمې ټپې غږ يې د زلمې وينې تودې کړې
مېدان ته تېره غشي ملالۍ په اوږو وړي

ګونړ – ٢ – ٩ – ١٣٧٨