زړه رانه جانانه ستا غمونو خدای چې وړی دی
داسې يې پرهر پرهر ټپي ورنه جوړ کړی دی
زه چې ورته وايم زړه مې درد کوي
يار د لوبو بال ترېنه جوړ کړی دی
خدايه دا دنيا څومره بې رحمه شوه
يار مې زما له اوښکو ځانته باران جوړ کړی دی
نشته دی انصاف په يارانې کې زموږ
ګوره يار اغيار ځان نه جوړ کړی دی
داسې به دې هېر کړمه چې ارمان دې شم
دا مې دی لوظ په يارانه کې مې درکړی دی
ربه مينه دومره هم اوس سپکه شوه
يار راته نن وايي چې مې تا نه لاس اخيستی دی
ګل پاچا! مه کړه دا جفا د ګلزرو سره
چا چې جفا کړې خدای په ژوند کې ښه خوار کړی دی