Fandom

شعرونه

خطر زنګ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

شان شوکت کې د چينار په شانته دنگ يم

خوي خصلت کې د گلاب د گل په رنگ يم

شرنگ د تورو زولنو پر ما مئين دى

زه مستي لرم د سپينو تورو شرنگ يم

په غلامو عادتونو عادت نه يم

غورځومه د غرور غرونه غورځنگ يم

زه د مرگ هېبتي سترگو کې ژوند وينم

هسې نه چې په دې خپل ژوند پورې تنگ يم

په سينه د خپلواکۍ ليلىٰ ته پروت يم

د باروتو په اور تور لکه لونگ يم

غېرتي يم ټنگ ټکور سره تضاد يم

د غفلت پردې شلوم د تندر کړنگ يم

د تاريخ اسمان کې ستورى د سبا يم

پېژندلى دې تمام جهان په ننگ يم

په يوه معنا پېغام د خوشحالۍ يم

خو په بله معنا بيا دخطر زنگ يم

په مغرورو بادشاهانو مې قلنگ دى

زه د ستړې زمانې داسې ملنگ يم

پکې راز د مينه ناکې زندگۍ دى

په دې هيله د تور جنګ سره په جنگ يم

د مفتون زړه د ترخو خاطرو کور يم

زه د گران افغانستان په شانته ړنگ يم

Also on Fandom

Random Wiki