FANDOM


اور مې واخست له خپل ځان كه سوزوي مې خلك نور نور

دنفاق بدبخته بټ كې كړوي مې خلك نور نور

لكه مړ وجود ولېدلى څوك مې نه كوي پوښتنه

اى بچيانو وېشل كېږم بېلوي مې خلك نور نور

هر ظالم زما له شونډو دخندا پلوشې اخلي

زړه مې ځان باندې خوږېږي ژړوي مې خلك نور نور

مړي پاتې شو په ډاګه د ژوندو جنازې لاړې

د ژړايې پاتې نه څوك خښوي يې خلك نور نور

څنګ به بيا ډهلي ته لاړ شم څنګ به بيا لوى خراسان شم

داچې اوس هم دومره پاتې درنه وړي مې خلك نور نور

دازمونږ نصيب نظيره له خاړپوسوقدم نه اخلي

تل يې بل وي لاس نيولى ګرځوي يې خلك نور نور

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki